نظم

د مونشن د سفر يوه خاطره

Gul Pacha Ulfat

دلته بل رسم و رواج بله دنيا ده

مينه پټه چا نه نه ده برالا ده

ښکلول غېږ کښې نيول د نورو مخکښې

که په خوښه او رضا وي څه پروا ده

په غلا نه دي په ښکاره دي يارانې

نه هجران شته نه د هجر ترانې

بې ريباره وصالونه شامدام دي

نشته کوډې نه تعويذ نه شکرانې

که په گل پورې سينه مږي بلبله

که د شونډو ښکلول وي يو له بله

نه پېغور شته نه رټل شته نه تورونه

که هرچا له ځان سره څوک گډوله

د هقاني څومره ښه کار دی

هر دهقان سړی مالدار دی

لري مېږې او پسونه

شنه پټی او شنه باغونه

همېشه په شنو باغچو کښې

پاس د ونو په سرو کښې

نغمې اوري د بلبلو

ويني ښې غنچې د گلو

د خپل لاس له برکته

اول خپل عالي همته

له سپېرو خاورو خپل ځانته

خپل اولاد او بل انسان ته

خوندور شيان پيدا کړي

دا تياره جهان رڼا کړي

وچ ډگر او بيابان

کړي شاعر ته گلستان

په خوږو مېوو مرغان

په گلانو بلبلان

کړي خوشحال له خپله ځانه

ټول دده شي ثناخوانه

که غلې او که مېوې دي

که د گلو ښې غنچې دي

که طعام که فاکهه ده

که د ښه ځای ننداره ده

د دهقان د لاس اثر دی

دهقاني څه لوی هنر دی

د دهقان د بازو زور دی

چې نن دا جهان سمسور دی

لاس تڼاکی د دهقان

در گوهر لاس کښې دخان

جغ او سپاره د دهقان

آبا دي ده د جهان

دا د ښکلو ښه لباس

دا د چا په سر الماس

د بډای کور کښې سره زر

دا ښايسته ښکلی زيور

د دهقان د کار حاصل دی

پرې پوهېږي چې عاقل دی