نظم
د مورچل ځوان
Abdul Bari Jahaniبلا دي واخلم مېړنيه ځوانه
پرېږده مورچل دا د خونيانو ځالۍ
دا ستا د پلار ستا د ټبر قاتلان
دا د رهزونو لوټمارانو ټولۍ
ستا د ښادۍ د غليمانو زړونه
په تباهيو باندي نه سړېږي
دا د پرديو پر کاسو لوى سوي
زموږ بېګانه په وينو نه مړېږي
پرېږده چي سره کي د قدرت لېوني
په بېګناه وينو خيرن لاسونه