نظم

د وطن محبت

Gul Pacha Ulfat

د وطن په محبت باندې قسم خورم

چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم

د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم

که د تورو گذارونه دم په دم خورم

دا خوږې، غوړې گولې دې وي د نورو

د وطن دفاع کښې زه گولۍ د بم خورم

کفن نه غواړم د ژوند جامو کښې درومم

د جنت باغ کښې مېوې رقم رقم خورم

يم پرهېز د بې ننگۍ له خواراکونو

په غيرت گټلی شي به ولې کم خورم

د وطن د اعتلا تږی يم ځکه

لکه گل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم

زه هغه يم چې تل ننگ په وطن خورمه

هغه نه يم چې رشوت سوداو سلم خورم

چې په سر مې د وطن خدمت منلی

څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم