نظم

د وطن پالنه

Gul Pacha Ulfat

لکه شمع که ځان وسوزې په اورته

نو به هله کړې رڼا مېنه او کورته

که فرهاد غوندې دې غرونه سوری نکړه

د شيرين وطن په عشق کې يې نامتورته

په خولو يې د تندي که آبياري کړې

د وطن د گلو باغ به کړې سمسورته

که په اور اوبو کښې تېغ غوندې غوټه شې

نو په سر به د دښمن شې هله سورته

لکه ونه که بار نکړې په سر پېټۍ

وبه نه شيندې خوږه مېوه هر لورته

که د باد پشان دې ځان کړ سرگردانه

نوبه وچې کړې خولې له مخ دورورته

د پنبې غوندې ځان ورکړه حلاجي ته

چې کړې پټ د خپل وطن لوڅ او سرتورته

که د ځمکې هومره لوی يې حرکت کړه

تنبلي او سکون بوله لوی پېغور ته

دوطن آب و آبرو دې که شوه تويه

په سيالانوکښې به سرجگ نکړې نور ته

دا اوبه چې ته يې څکې دوطن پۍ دي

نو وطن بوله په شان دخپلې مور ته

چاچې ايښی په دې تی در سره خوله ده

هغه خور او ورور گڼه د سترگو تور ته

هېڅکله په بد نظر ورته مه گوره

لکه ځان د هغه هم اوسه غمخور ته

په الفت به بېگانه او پردي خپل کړې

وبه نکړې دغه کار په زر او زورته