نظم

د پښتانه مېنه

Abdul Bari Jahani

چيري چي کور د پښتانه وي هلته

يا هسکي څوکي وي يا وچ دښتونه

نه يې جلګې وي په ګلونو پټي

نه يې په خوا کي وي روان سيندونه

ورته په قار د لومړۍ ورځي تقدير

ورته په تريو تندي کتلي آسمان

ورله بخښلي دي ترينګلي قسمت

ستړي مزلونه د شېلو او بيابان

د غرو لمنو کي شکېدلي کېږدۍ

ورکي اوسېږي د کلو رنځونه

يوې نرۍ ويالې له څنګه سره

چا آباد کړي وي خټين کورونه

د لمر له تاوه لکه توره تبۍ

د ښايستو پېغلانو سپين مخونه

ابۍ تر شا وي يو ماشوم تړلی

وهي د ژوند سره مله مزلونه

لا مرور آسمان ږلۍ اوروي

لا د نصيب سترګي کږې دي نوري

لا د ازل کوګل تش سوی نه دئ

لا يې په برخه سختي شپې دي نوري

لا يو د بل د مرګ په طمع ګرځي

لا ورانوي د ابا ورانه خونه

لا يې يادېږي د تربرونو کيسې

زړو کي يې بل د انتقام اورونه

لا يې سپين ږيري د بدۍ په زهر

وژني احساس د ورورګلوۍ د ميني

پلرونه ميندي د کسات په لمبو

ورتودوي د اولادونو ويني

کله به يو سي دا مورمړی ولس

کله به ورکه سي زوی مړې بدي

کله به بېټ نيکه خپره کي لمن

کله به جوړ کو پکښي کور ابدي

کله به وپېژني يو له بله

کله به مات کړي دا پردي خطونه

کله به جوړ سي د زمريو کلی

کله به تښتي سورلنډي پوځونه

کله به خويندي سي دښمني خوني

کله به وروڼه سي غليم کورونه

هيري کئ تېري د بدۍ خبري

سره راواخلئ د ورورۍ نکلونه