نظم

د پښتون ژړا

Gul Pacha Ulfat

د مغلگۍ بمونو ويښ له دغه خوبه کړمه

گورم مغل او مغلواله په رښتيا راځي

نن يا سبا زه د رڼا او تياری جنگ وينمه

په بل لباس کښې بيا ظلمونه د فرنگ وينمه

پښتونه پاڅه! د پښتون نام ونښان وگټه

په هر قيمت چې وي آزاد پښتونستان وگټه

په پښتون باندې په سل رنگه ظلمونه کېږي

که ته پښتون يې په رښتيا خپل عزيزان وگټه

په جېلخانوکښې د پردو ډېر پښتانه دي پراته

د بل له قيده يې کړه خلاص فخر افغان وگټه

يا ځانته مه وايه پښتون ځه د پردو شه غلام

يا ازادي د پښتنو د نر پشان وگټه

مه هېروه! دچارسدې اومغلگۍ شهيدان

بې ننگي مه قبلوه پاڅه شهيدان وگټه

سترگې کړه خلاصې چې نور څه کوي او ته څه کوي

بل ته کشمير مه گټه پاڅېږه خپل ځان وگټه

واړه قومونه شوه ازاد خپل حکومت لري اوس

ته هم ملي وقار قومي عزت اوشان وگټه

تر څو به ته يې په جهان کښې خوار وزار پښتونه

خپل حکومت خپل سلطنت تاج د افغان وگټه