نظم

د پښتون ژړا

Gul Pacha Ulfat

څو پيسې مه گټه عزت او اعتبار کړه حاصل

ځانته ښه نوم بيا په قومو کښې د جهان وگټه

نور په دنياکښې دومره خوار ذليل حقير مه اوسه

بيا وايم پاڅېږه! ازاد پښتونستان وگټه

خپل حق حاصل کړه را اوچت شه تېره توره واخله

د حق جذبه له کوه طور يا له منصوره واخله