نظم د پسرلی انتظار Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې اميد ورته د باغ او دصحرا شي چې له فيضه يې گلونه را پيدا شي 02 چې سمسور پرې باغ و بڼ د پښتونخوا شي هغه وريځې مې تر سترگو سترگو کېږي 03 بلبلان په خوب کې ويني سره گلونه مينان وينی ور پل لاندې خالونه 04 پتنگان ويني بل شوی مشالونه د ارزو په مخکې گورم څه حُلېږي 05 له سپېرو خاورو به پورته بيا گلان شي معطر بهه په وږمو دغه جهان شي 06 په هوا کې به ښکاره نوی مرغان شي چې بهار شي نوی بوټی زرغونېږي 07 توتکۍ به راشي نوی کور به جوړ کړي خوار بلبل به خدای په گلو باندې موړه کړي 08 پسرلی به بيا خوشحاله لوی او وورکړي تحول په زمانه کې څرگندېږي Dictionary meaning × Headword