نظم د قدرت نشه Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چي يې درې مياشتي د قدرت پر تخت تېرېږي په هغه ورځ به يو لاس ورنه پرې كېږي 02 شاهدان كه د چا ډېر وه د ظلمونو ترې به سترګه ايستل كېږي په سيخونو 03 نه دعوه نه بهانه سي څوك منلاى نه يوه ورځ پاچهي سي اوږدېدلاى 04 په دې ښار كي د قدرت لېوني ډېر وه پاچهۍ لره تر لاس تر سترګه تېر وه 05 د دوى مخي ته لاسونه پرې كېدله لا د چا سترګه په سيخ ايستل كېدله 06 د قدرت ګيند چي به خوشي پر ميدان سو د نيولو په تكل به زوړ او ځوان سو 07 د قدرت دپاره هر يو تر لاس تېر و هم د لاس هم يې د سترګي نعمت هېر و 08 چي په برخه به د هر سړي قدرت سو چي به پورته څوك پر تخت د سلطنت سو 09 په غوغا به يې په ښار كي ځوان او زوړ كړ په دريو مياشتو به يې زړه په خلكو سوړ كړ 10 پس له وخته به روان و كږه غاړه چا او چا بايللى لاس او سترګه دواړه 11 يوه ورځ چي ګيند را خوشي سو ميدان ته جارچي خوله وه سمه كړې و اعلان ته Dictionary meaning × Headword