نظم د قدرت نشه Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چي راټوپ كړله ميدان ته يو وګړي نه يې لاس و نه يې سترګه د زوى مړي 02 چا پوښتنه ورنه وكړله نادانه ته په څه منډي وهې موړ يې له ځانه 03 په دريو مياشتو كي به لاس درنه اره كړي يا دي ښايي بله سترګه در ړنده كړي 04 ويل درې مياشتي چي كړې مي نشه ده لا په زړه كي مي هغه نشه تازه ده 05 لا هنوز لرم يو لاس او يوه سترګه د قدرت نشه مي نه پرېږدي تر مرګه 06 كه لاسونه مي پرې كېږي سترګي نه وي د دريو مياشتو پاچهي به مي په ښه وي 07 په دريو مياشتو كي به ډېر كم بې لاسونو ډېري سترګي به كم كمي له سرونو 08 چي قاضي وي چي دا ګيند او دا ميدان وي په دې ښار كي داسي ډېر به لېونيان وي Dictionary meaning × Headword