غزل د سبا کړم انتظار زه چې ويښ سحر سبا يم Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د سبا کړم انتظار زه چې ويښ سحر سبا يم چې بوی د زلفو راشي نو يقين مې دی چې پايم 02 چې دې خور شي بوی هوا کې معطر شجر حجر شي پس خورده (يې) هم که راشي دجانان نه خوښ په دا يم 03 يمه روغ نه لېونی يم، زه دې داسې مضطراب کړم چې په کور کې مطمين يم او نه خوښ په بيديا يم 04 لکه خس هسې بهېږم د فراق د سيند په مخکې چې د شپې په مخکې تښتي زه هغه زېړه رڼا يم 05 سرگردان لکه فلک يم، په سفر د يار په عشق کې چې روان شمه د ځايه يوساعت کې هلته بيا يم 06 نه رقيب دچا د سر يم نه قبول ديار په در شوم چې کاروان د غم يې وران کړي، په صحرا کې نقش پايم 07 چې سکون نه و ژړا وه، هغه هم جدا له ما شوه زه حمزه که اوس ووايم بېنوا، نو بې نوا يم Dictionary meaning × Headword