غزل دا ثبوت به څه کم نه وي چې شاعر يم Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دا ثبوت به څه کم نه وي چې شاعر يم که نېغ نه گورم وتاته خو ناظر يم 02 په خاطر دخپلو سرو سترگو خمارو پرېږده ډکه پيمانه اوس په خاطر يم 03 جوړ په خوله کې يمه ستا دحيرت گوته چې تر مېنځه نيم دننه نيم باهر يم 04 ستا محفل به لکه نمرساتمه گرم په دا څه که په دې سرای کې مسافر يم 05 چې په شپه کې دې د زلفو د رنگ غلا کړم دبلا سترگې لرم هغه کافر يم 06 ته ستم کوه زه رنگ يم د نکريزو چې مې څومره ټکوې هومره ظاهر يم 07 که مې تا د زړه دانه نه کړه قبوله زه حمزه د ژوند په درمن کې وافر يم Dictionary meaning × Headword