غزل

د سحر سترگه چې راغلې نه ده

Hamza Shinwari

د سحر سترگه چې راغلې نه ده

وي به سحر خو شپه لا تللې نه ده

د زړه دنيا مې خاموشي نه مني

ستا د چوپيا نه بوږنېدلې نه ده

لېونۍ اوښکه په بڼو شوه په خود

څو که راغلې څڅېدلې نه ده

يوه سلگۍ ده چې بې تا نه اشنا

ما ځنکدن ته هم ساتلې نه ده

چې اشنا راغی، حمزه چا ويل

چې د نمر سترگه راختلې نه ده