غزل دا څرنگې ژوندون دی چې يار نه وينم په سترگو Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دا څرنگې ژوندون دی چې يار نه وينم په سترگو لا کيف يې دی عذاب چې بهار نه وينم په سترگو 02 رباب نه مې د زړه نغمې راوځي په رنگ رنگ شهباز د چا په لاس کې دی، تار نه وينم په سترگو 03 تياره د بېلتانه ده که دا څه دي نه پوهېږم يم ړوند په دواړو سترگو غبار نه وينم په سترگو 04 عاشق شته په دا غره کې چې د يار له غمه ژاړي لوگی يې راته ښکاري که نار نه وينم په سترگو 05 حمزه ته خلک وايي چې په سترگو کې دې اوسي زه وايم دی پکې خو خمار نه وينم په سترگو Dictionary meaning × Headword