نظم د سبا فکر Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 پس له څو ورځو به نه ستا ډول و سينگار پاتې شي نه په زما زړه کې د عشق دغه انگار پاتې شي 02 بهار د حسن به دې تېروي تازگي به نه وي نه به گلونه بلبلې نه ماليار پاتې شي 03 مسته ليلی به شي بوډۍ ورته به نه گوري څوک نه به سپين مخ نه تورې زلفې په رخسار پاتې شي 04 ډيوه به مړه شي د محفل غلی به شي سازونه نه به رقيب وي نه به زه نه به اغيار پاتې شي 05 نه به ساقي نه محتسب وي نه هوښيار او نه مست نه به رباب نه به کتاب نه به خمار پاتې شي 06 دا حال به نه وي څه چې دی هرڅه به بل شانته وي يو پښتانه به وي قومو کې خوار و زار پاتې شي 07 نور به موټرو طيارو او جهازونو کې ځي د پښتون مخکی به وي خره دې ته خرکار پاتې شي 08 خره او غوايی بهوي موجود او کراچی به هم وي دا درانه پېټی به دده په اوږوبارپاتې شي 09 هر څه به نوي شي زړه اوضاع به نه وی پاتې پښتون به دغسې کوتک او کوتکمار پاتې شي 10 نه يې طبيب شته نه دوا نه دعلاج څه فکر د ناپوهۍ په رنځ اخته به دا بيمار پاتې شي 11 په پښو اغزی په لاس تڼاکې د پښتون د ټبر تر ډېره وخته به د پلار نيکه يادگار پاتې شي 12 زه به يم مړ مانه به نور څه چا ته پاتې نه وي زما ميراث به خپل پردی ته دا اشعار پاتې شي Dictionary meaning × Headword