نظم

د شاعر نظر

Gul Pacha Ulfat

زه يې پېژنم شاعر دی بل څوک نه دی

چې دا لوی جهان وړوکي ورته ښکاري

د ورېښمو او زربفتو ښايسته ټوکی

د نادان په تن زړوکي ورته ښکاري

طوفاني درياب گڼي د مظلوم اوښکې

د دنيا بحر ډنډوکی ورته ښکاري

چې خپل نفس نشي وژلی که سل وژني

ناتوانه ويرندونکی ورته ښکاری

د دنيا فاني عيشونه نعمتونه

د سپي مخکښې پروت هډوکی ورته ښکاري