نظم
د شوری فضا 13 دوره
Gul Pacha Ulfatڅه طوفانو نه د شوری خړه فضا کښې وينم
تندر ږلۍ سېلاب سيلۍ رعد و برېښنا کښې وينم
څه به پېښېږي څه به کېږي ټول حيران غوندې دي
هر يو په وهم په تشويش او په سودا کښې وينم
مترقي او مرتجع يو هم خوشحاله نه دي
نه په بډای کښې خوشبنې نه بېنوا کې وينم
د ولاياتو قبيلو د مذهبو د ژبو
اختلافونه تفرقي نشو ونما کښې وينم
د نوي فکر او زاړه فکر د قهر ټکر
د لوی بدلون دپاره يسفک الدماکښې وينم
چې خوري سرونه او په وينو مړېده نلري
قهر آميز جنگونه ډېر په اشتها کښې وينم
چې مونږ يې غوښه او چاړه کړو د قصاب د پاره
نشم ويلی چې دا لوی فساد په چا کښې وينم
له ناپوهۍ سره گډ ژوند دی سياسي مصلحت
پوهې سره مجاد له په لوی لال کښې وينم
څومره فاسد اغراض په څومره لفافو کښې دي پټ
څومره فتنې پټې په رمز او ايما کښې وينم
د افغاني وحدت په حال مې زړه رپېږي مدام
بله نقشه د سياست په دور نما کښې وينم
د اتفاق نارې وهي د نفاق اوربلوي
دوستی کښې پټه دښمني زهر دوا کښې وينم
کوې جگړې چې قبايل يې غرو رغو کښې کوي
اثر يې دلته د شوری شوروغوغا کښې وينم
که د جنگ اور شېبر کښې بل کړی هزاره او پښتون
د لمبو تاو يې د وکيل صاحب وينا کښې وينم
ښي اوچپ يو هم اعتماد په حکومت نلري
له خلکو لرې حکومت بله هوا کښې وينم
په سياسي نظام کښې څومره خلاگانې لرو
دا بې اساسه حکومت بيت الخلا کښې وينم
پرېږده چې ډک زړونه کړي تش د اعتماد د پاره
پرېږده چې ډېر څه ووايي خيردې په دا کښې وينم
قهر که هر څومره وي زيات ډېرې وينا سره ځي
ډېر لوی خطر د قهرجنو په چوپتيا کښې وينم
د اعتماد د جلسو ډېره آتشينه وينا
آخر سړيږي ددې اور ايرې هواکښې وينم