شعر

د شپې ماشوم شمه زه

Pir Mohammad Karwan

کله چې لمر په کلي سر ووهي

او شپه د وړانګو په خنجر ووهي

په تودو شونډو پېزوانونه ښکل کړي

زرین لاسونه په ګودر ووهي

چې ماشومان په قلمي ګوتو، په سپینو کاغذي لاسونو

تورې تختې راواخلي

په بلبلي ژبو الف ووایي، بې ووایي، تې راواخلي

ماته رایادې شي ماشومې شېبې

کلی، ګودر او د ګودر له غاړې

اخوا په برم ولاړ یو شین چینار، یو ښکلی چینار

د چینار لاندې یو وړوکی جومات

چې یې محراب و اوبو وړی او ممبر یې نه و

کولپ او زنځیر خو یې پر ځای پرېږده چې ور یې نه و

فرش یې د خوړ پستوکې شګې وې، ټغر یې نه و

چې هر سهار به لمر له پورې غره راوشړل د وړانګو غشي

د چینار لاندې، په اوبو کې به خورې شوې د طاوس بڼکې

مونږ به هم راغلو، لکه سېل راشي د شنو توتیانو

د چینار ډډې ته پر توره تخته سپین لیکونه

پر مونږ خواږه لکه د قند او د نبات لګېدل

زړه را ته وایي پاڅه بیا ماشوم شه

خو زړه ماشوم دی په دې نه پوهېږي

ما په کتار د ماشومانو کې پرېږدي کله څوک

غواړم ماشوم شم او پر توره تخته

نوم مې د هغه جانان ولیکمه

چې اول ټکی یې اخیستی دی د خدای له نامه

غواړم ماشوم شمه او ټولې تختې

د خپل جانان په نامه ډکې کړمه

خو زه په خپل عمر شرمېږم، ماشومانو ته ورتللی نه شم

په جګو سترګو ماشومانو ته کتلی نه شم

ځکه زما همزولي

د ماشومانو کوټنۍ ړنګوي

قلم، تختې او مشواڼۍ ماتوي

او په لوی لاس ترېنه ماشومه دنیاګۍ ړنګوي

په سپینه ورځ له ماشومانو نه په څنګ تېرېږم

خو شپه، قربان یې شمه څومره پرده پوښه ده شپه

ماشومان ټول په خوب ویده وي او زه

له ماشومانو نه په غل او پټ په پټه په ماشوم بدل شم

او زه ماشوم شمه، د اوښکو په ماشومو ګوتو

د سپینو ستورو تباشیر راواخلم

د شپې پر توره تخته

نوم د جانان ولیکم

ا ف غ ا ن س ت ا ن ولیکم