غزل

راشه يو وار راشه چې وختونه درنه ځار کړم

Pir Mohammad Karwan

سپين سحر به تورې تورې شپې د انتظار کړم

دا ويجاړ کورونه دا خاموشه ګودرونه

مست به په ټپو په يه قربان او يکزار کړم

دا پرې شوې ژبې به ټکور کړم په سندرو

جوړ به په دې چم کې د ګلمخو غزلزار کړم

دا سوی دامان به د سپرلي په نبا شين کړم

بيا به په پيکي کې د سحر ګلان کتار کړم

بيا به د نرګس او د نارنج ګلونه وا شي

سيل به په سپرلي کې د ښايست د ننګرهار کړم