غزل په زړه مې ولې راورېږې څه باران خو نه يې Pir Mohammad Karwan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هسې مې درد راويښوې زما درمان خو نه يې 02 د مخ په پاڼه به دې څه خوږه غزله ليک وي 03 سپينه کتابه يادوم دې دومره ګران خو نه يې 04 د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پيغامونه راوړي 05 دا مې خطا وه چې ويل مې سليمان خو نه يې 06 ستا د ستم د انتها به درته څه وايمه 07 د کوم ظالم مذهب پيرو يې مسلمان خو نه يې 08 ما به بې وخته لېونی کړې په اغزو به ګرځم 09 غېږ به رانه کړې ښکليه باغه بيابان خو نه يې 10 د ژوندد وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې 11 شنه سمندره زه دې څه کړمه توپان خو نه يې 12 د نور په غشو مې له هسک نه په لېمو کې ولې 13 نه راځې ستوری د اسمان شوې مهربان خو نه يې 14 ښکليه سالار که مې د عشق د منزلونو نه کړلې 15 بيا راته وايه چې درواغ وايې کاروان خو نه يې Dictionary meaning × Headword