نظم
د سحر وږمې
Abdul Bari Jahaniګاره او سيند او يوه لويه ونه
چي شاهدان دي د اوږدو کلونو
او اوس د هر يوه له څنګه سره
نښي ښکارېږي د زړو هډونو
د ګاري څنګ ته او د سيند پر غاړه
پلونه پټ کړي د زمان ګردونو
نن هغه ګاره هغه سخته ګاره
نارې وهي چي د آدم زامنو
راسئ دا زما پر اوږو ودرېږئ
ووينئ ليري ازلي وختونه
خو زما په سيوري کي به نه پټېږئ
دلته به نه پټوي پټ ځايونه
خالق پيدا کړاست د ملکو په څېر
خو تاسي عمر په تيارو کي تېر کړ
د ورور په وينو مو لاسونه سره کړل
ژوند مو د جهل په شېلو کي تېر کړ
دلته به نه پټوئ تور مخونه
ما ته به نه راوړئ خيرن لاسونه
د دې جهان په يوه ليري کونج کي
د شنو او صافو اوبو سيند بهېږي
سيند د زمان ښکلې سندره بولي
غواړي انسان يې څنګ ته واوسېږي
سندره وايي خو په وينو ژاړي
پخپلو څنډو کي قتلونه ويني
پر خپلو شنو پر خپلو صافو اوبو
د انسانانو مات هډونه ويني
سيند وايي مه سوځئ وداني خوني
زما پر ښايسته غاړه کورونه جوړ کئ
زما پسته غېږه ستاسي ټولو مال دئ
دلته کي واوسئ ملکونه جوړ کئ
زه به هر وخت پخپل خواږه آواز کي
درته سندري د زمان بولمه
په خواږه ږغ کي چي خالق راکړى
کيسې د ميني او انسان کومه
زه به د هغه وخت سندري بولم
چي لا په وينو نه وو سره لاسونه
د انسانانو پر تنديو باندي
نه وه د قتل خونړي داغونه
د سيند پر غاړه يوې لويي وني
په مينه وزنګول شنه ښاخونه
ويل يې هېر کئ د آدم زامنو
ژبه مذهب او دا د پوست رنګونه
راسئ راټول سئ زما تر سيوري لاندي
ستاسي دي ګاري سيند او شنه برګونه
يو ځلي سترګي کئ په مينه روڼي
دغه ښايسته سهار ته ومسېږئ
يو ځلي هېري کئ زړې دښمنۍ
د يوه بل په غېږ کي وزنګېږئ
يو ځل د خويندو او د وروڼو په څېر
په مينه وګورئ او وخندېږئ
ګاري او وني او سيندونه خپل کئ
دا ساړه سيوري شنه ښاخونه خپل کئ