غزل
د شرابو پيالې ډکې کړه ساقي
Hamza Shinwariد شرابو پيالې ډکې کړه ساقي
يو څو څاڅکي که د ميو وي باقي
چې تهمت په مونږ رندانو هر څوک وايي
په تحقيق به څوک جاهل وي عراقي
زه وېرېږم پيمانه به شکسته شي
چې پرې واچوم نظر اشتياقي
عقلمند واړه رندان وي په نشه کې
گومان مه کړه په هغوی د مراقي
رونق يوسي په يوه نگاه له مخه
حمزه سترگې کړي د ترکو قزاقي