غزل
د سکون له گله تللی د نگهت هغه چپه شوم
Hamza Shinwariد سکون له گله تللی د نگهت هغه چپه شوم
بې مقامه اضطراب کړم څه که سيند شوم يا وله شوم
د لوگي غوندې روان يم، بې مقصده يو خوا بل خوا
د سپېرې شمعې جوړ زړه وم اور مې واخيستو لمبه شوم
ای عاقل جوهر شناسه، ستا د سترگو بلا واخلم
راته وايه څه سبب دی مرغلره وم شبه شوم
څو که زه يم، خو زه نه يم، کله يم او کله نه يم
که شبنم او پلوشه شوم، نه شبنم نه پلوشه شوم
ما وې مل به د هرچا يم، هم زمری به يم په پت کې
خو تش نوم يم پاتې شوی، نه همزه شوم نه حمزه شوم