نظم

د صلح نړۍ

Gul Pacha Ulfat

هغه ورځ به بختوره وي هر گوره

چې د سپينو زړونه تورنه وي له توره

کر که نه وي يو له بله محبت وي

ورورولی صلح صفا وي ښه نيت وي

مرور خلق يو بل سره پخلا شي

نه چې غوښه او چاړه هغه او دا شي

بشري دوستي قايمه په جهان وي

خوښ په صلح هم کافر هم مسلمان وي

نژادي توپير هېڅ نه وي په دنيا کښې

نه په شرق او نه په غرب نه امريکا کښې

استقلال منلی حق دهر ملت وي

خو قايم په ملتو کښې اخوت وي

دا څو رنگه ساز آواز د هېوادونو

شی يوه ارکسترا د ولسونو

د گډ ژوند اصل و اساس اصلي منظور وي

جهاني عدل و انصاف صحيح دستوروي