نظم
د صلح نړۍ
Gul Pacha Ulfatهر ملت په هر نظر کښې وي ښاغلی
که په هر رنگ وآيين کښې وي راغلی
سړيتوب وي محترم په هر لباس کښې
په زري جامو کښې وي که په کرباس کښې
داسې وساتي هر څوک خپل مسلکونه
چې ونکړي يو له بله سره جنگونه
ټول جهان د دوستۍ کوروي سرتر سره
د جنگ ويره شي له زړونو نه بهره
زور تړلی وي د صلح په قانون
مهار شوی مست اوښان وي د جنون
تويول دوينو شرم او پېغور وي
شرمنده ذليل سرټيټی ظلم زور وي
جگ شي هر چېرته دصلح بيرغونه
شي په سمه لار روان سياستونه
د انسان زړگی له جنگ اوجگړې تور شي
توره ماته شي او جوړ ورنه څه نور شي
خوله نه وي علامه د خجالت
په خدمت خولې کېدل وي شرافت
يو له بله محبت مهرباني وي
د الفت هيله او فکر جهاني وي
زه له تا ځنې ځارېږم ته له مانه
که جدا هم وي زما آيين له تانه