غزل
د ستم نخښې د روانې زمانې ساتمه
Hamza Shinwariد ستم نخښې د روانې زمانې ساتمه
زه په لېمو کې بوږنېدلې افسانې ساتمه
ساده اشنا رانه ضامن هم د وفا غواړي
هم يې تاکيد دی چې به راز د يارانې ساتمه
داسې هم راشي چې ونه څښي او مدهوشه وځي
ځکه زه بېرته دروازه د ميخانې ساتمه
شمعې مخ پټ کړو په فانوس کې په خندا يې ووې
چې زه پړده د کم همته پروانې ساتمه
تپسې په لاس کې په زړه نوم پرې د اشنا يادوم
رشته په مېنځ کې د کعبې او بت خانې ساتمه
ساقي راواچوه شراب راته موسېږي ولې
زه هغه رند يم خپلې پاکې پېمانې ساتمه
نه يمه نه به شمه مست خو ستا په مستو سترگو
چې زه حرمت ستا د بادې، د مېخانې ساتمه
زه که رنځور وم، رنځور نه وم، خو رنځور دې کړمه
اوس به ارمان څرنگه ستا د خسمانې ساتمه
هغه حمزه يم چې اشنا د سمندر يمه زه
په هر صدف د تخيل کې دُردانې ساتمه