غزل

د تا شربت دوصلت زه بيمار غواړم

Hamza Shinwari

د تا شربت دوصلت زه بيمار غواړم

لکه مجنون حال زبون شوم قرار غواړم

ورکه زما شوه خندا په فرقت کې ستا

لب، شراب، هم کباب هم خمار غواړم

درد فرقت کړه لت پت خوشنما ځواني

وصل د هجران دې ای جان وار په وار غواړم

ستا د ابرو خوبرو زه قتيل يمه

روشن چراغ ښايسته باغ په مزار غواړم

خواهش دحورو قصور کړو رنځور زاهد

زه ستا ای يار زلفو تار مشکبار غواړم

حمزه غريب کړو رقيب کور و کر بې حد

هغه اسير گدا په وير خوار و زار غواړم