نظم
دا ته يې که خيالونه
Abdul Bari Jahaniدا ته راته راتلې كه دى خيالونه را لېږل
پر زړه باندي مي يو په يو يادونه اورېدل
دا ته يې په ګلونو كي قدم قدم روانه
د وړانګو قافلې درسره درومي له اسمانه
مغروره لكه باز يې بې خبره له جهانه
د زړونو په ښكارونو دي سره كړي دي منګل
پيالې مو دي په لاس كي د رقيب خونه ويجاړه
را خپور دي پر تندي وي له وريښمو جوړ اوربل
پر زړه باندي مي يو په يو يادونه اورېدل ـ
دا بيا د سمندر پرغاړه ناست يو لاس ترغاړه
د خيال په خزانو كي پاچهي كوو موږ دواړه
دا ته يې په ژړا زه دي ورو ورو پخلا كومه
ته سترګي كې راپورته زه دي اوښكي پاكومه
د ناز په سوګندونو دي سلګۍ كرارومه
په سرو سترګو موسكۍ سې درنه هېر سي څه ويل
دا ته يې رالېږلي دي له ليري سلامونه
لانده دي په سرو اوښكو دي د مينى پېغامونه
له مخامخ كړكيه را لوېدلي د لمر وړانګي
بيا نوى پسرلى دى غوړېدلي دي ګلڅانګي
لاړونه د ګلونو دي په تاندو لښتو زانګي
تنها راته راپاته دى د تريخ ژوندون مزل
نېمګړي دي پرې ايښې دي د نيمو شپو نكلونه
هر ليك دي راته وايى چي راځي راپسي بل
نه ليك سته نه رويبار د چا پېغام راته راوړى
نه هيلي د سبا مي د بېلتون مخ دى تور كړى
پر كړوپه ملا مي وړمه د وصال د وعدې مړى
يا نن يا به سبا وي د وروستۍ شېبې يرغل
د هغه سيند پر غاړه چي يادونه دي كرلي
زر نوري افسانې دي غوړېدلي زمولېدلي
هر وصل ته بېلتون دى زه به څه ګيله كومه
لا زه يمه نېكمرغه چي دي نوم پر شونډو وړمه
په زړه كي د خيالونو تاج محل درجوړومه
مرګ داسي پهلوان دى هيڅوك نه پرېږدي اتل
زر ځله دي سپوږميو باندي وړانګي اورولي
څوك ړنګ و له مستيه چا په سرو سترګو ژړل
دا ته راته راتلې كه دي خيالونه رالېږل
پر زړه باندي مي يو په يو يادونه اورېدل