غزل

د ترکانو د جوړ کړي ريل ډبې دي

Hamza Shinwari

د ترکانو د جوړ کړي ريل ډبې دي

لا تر اوسه مدينه کې دي ولاړې

استمرار لري فرېب د انگرېزانو

مسلمانه، لا به نور هم ترې وژاړې

نن د يار له ښهره سترگې سرې څيرې گرېوان ځم

ای د ديدن جذبه جوړ په تا باندې تاوان ځم

دا همه ته ښکارې که زه ښکارم؟

ته راته "زه" ښکارې زه "ته" ښکارم

تا چې په سترگو کې ځای وکړو اشنا

ځکه اوس هر طرف ته زه ښکارم

سترگو دې ماته بې نيازي وښوده

ستا په محفل کې چې زه نه ښکارم

خپلې بدۍ راته نېکۍ ښکاره شي

هغه ساعت چې تاته ښه ښکارم

خپله خپل ځان لره سراب عيانه

خپله خپل ځان لره اوبه ښکارم

د سر لوړۍ له هوډه نه اوړمه

جوړې په هډ د پښتانه ښکارم

زه د پښتون له قافلې سره نن

ځم له حجازه نه په تله ښکارم

چې نامور په هر سوار يمه زه

حمزه جوړ ښکليو ته لېمه ښکارم