نظم

د تورتمونو ښار

Abdul Bari Jahani

موږ د رڼا له كوره لپي د نور ډكي كړلې

لكه ماشوم پوځونه

د تاريكيو پر لور وخوځېدو

موږ ته پلرونو كيسې كړي وې د تورو تيارو

د كوه قاف د جګو غرونو د ژورو درو

د ځناورو او دېوانو د لښكر د نارو

موږ ته سپين ږيرو نكل كړى و د شپو د سپرو

موږ ته هوښيارو سترګورو خلكو

په سل په زر ځله دا وويله

چي كه تيارو ته ځئ ډېوې اخلئ

د نور له كوره لپي نه ډكيږي

موږ په لمنو موږ په لپو كي رڼا واخيسته

پر اوو، لسو او پر شلو لارو ـ

څوك د مېږي او څوك د باد په قدم

د تور تمونو ښار ته وخوځېدو

او هلته ټولو لاري وركي كړلې

كوم لاروي يو ځلي چيغه كړله

چي د تيارو شيطان ډېوې وژلې

د نور چينې يې ټولي وچي كړلې

د ستنېدو لاري يې وتړلې

تاسي پر كومه خوځئ

په دې تيارو كي به لا څونه مخ په وړاند ورځئ

زه په تيارو كي اژدها وينمه

د ځناورو انګولا اورمه

زه پېريانان زه ښاماران وينمه

اې د تورتم د كږلېچو ملګرو

دا زما آواز چاته رسېږي كنه

تاسي پر كومه خوځئ

خو سمدستي يوې ناولي زيندۍ

د لاروي ستوني كي ټولي چيغي وچي كړلې ـ

د تور تمونو د ښار

د هري تړي هر پېچومي سره

ړانده وګړي سره ولګېدل

دوست او دښمن پكښي چا نه پېژندل

د جنګ اورونه پكښي وتورېدل

بس يو په بل يې تودول تېغونه

بس يو په بل يې سړوله زړونه

بس يو د بل يې پرې كول سرونه

لاري كوڅې له مړو ډكي سولې

كندي درې له مړو ډكي سولې

څو لېونيو چيغي پورته كړلې

د تور تمونو مسافرو واورئ !

د تور تمونو مسافرو واورئ !

چيغي هغه ګړى خاموشي سولې

او په تور تم كي لا رواني دي د وينو پيالې ـ