غزل

دا اوښکې چې د زړه نه زما سترگو ته تکل کا

Hamza Shinwari

دا اوښکې چې د زړه نه زما سترگو ته تکل کا

چيستان د هغو مستو اشارو به گڼې حل کا؟

د دوو مېنو مېنځ کې چې څوک راشي خير يې نشته

دانه د ژوندانه به يې مېچن دمينې دل کا

د هجر تورې تورې گورې شپې خو به سبا کړي

لېکن د چا په وس کې ده چې خور د زلفو ول کا

واعظ به څو(مره) پوه کړم خو يوه دې زما واوري

بس دومره چې دا زړه دې لږ له ما سره بدل کا

منزل د عاشقۍ کې چې پرېوتي نه ورانېږي

برېښنا به لاروو ته نښانې زما دپل کا

همدمه ددې سيند له غواصانو تپوس وکړه

څوک شته دی چې معلوم مې د اشنا د سترگو تر کا؟

چاړه د استبداد يې چې غالبه په اصول شوه

دې ښکلې حوصلې ته اوس په کار دي چې سر کل کا

دوه کاره کړي ور بل د پښتنې، چې په خورون شي

يوځای کې که يې مړ کړې، په بل ځای کې به اوربل کا

حمزه د محبت دتصرف نه به څه وايم

راغونډ يوه لمحه کې د ابد سره ازل کا