غزل د هغو لويو پخو شپو خبرې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د هغو لويو پخو شپو خبرې هغه خوږې غوندې يو څو خبرې 02 باڼه دې ټيټ نه شو د سترگو سره کله پرېښوی شي د ويشتو خبرې 03 د لېونو خبرې نورې نه وي واوره اشنا د زولنو خبرې 04 د يو او بل سره تندي جنگول زاهده دادي د تسپو خبرې 05 ستا په غضب يې اوبه تويې کړلې نن مې په کار شوې د سلگو خبرې 06 د ساده رنگو غلچکو خبرې زده مې همه ستا د ککو خبرې 07 چې موسېدې راته د برق هسې ته درته ما خود کړې په شېبو خبرې 08 په غزونې کې موسکی شو اشنا دي د ارمان د غزيدو خبرې 09 حمزه! بهار يې د ځوانۍ راغلی کړه د ارمان د رژېدو خبرې Dictionary meaning × Headword