غزل

د هستۍ دمور په سترگو کې ځمبار يم

Hamza Shinwari

د هستۍ دمور په سترگو کې ځمبار يم

لا پخوا د جگېدو نه په رفتار يم

د وحدت د آيينې په کور مې گوره

له نسبته د يو عکس نه بسيار يم

د هستۍ له درانه باره نه خلاصېږم

بيا زه ولې دهستۍ د پاره بار يم

دځوانۍ اومه شراب چې يې سرور لاړ

اوس له ځانه يم خفه هغه خمار يم

اوس مې داغ د هر حسرت بله ډيوه ده

په بيديا د بېکسۍ کې يو مزار يم

ياره راشه ساه د صبر مې ډوبېږي

په واته يم اسوېلی د انتظار يم

رقيب ويني خو گلان دخپلو سترگو

زه حمزه يم پرې خندان لکه بهار يم