غزل
د هستۍ زړه په درزا دی څه خبر دی خبر نه يم
Hamza Shinwariد هستۍ زړه په درزا دی څه خبر دی خبر نه يم
نور خو هېڅ نشته په مېنځ کې ورله زه خو خطر نه يم
مخ دې نيم په زلفو پټ و نمر جوړ تندر و نيولی
د ديدن دې ارماني وم ارماني د نظر نه يم
گله! زه دې لکه بوی وم چې مې تا ونه کړو قدر
مجبوري ده چې بهر شوم ولې بيا هم بهر نه يم
اوس همه هنر يم چې مې ستا په زړه کې ځای شته
ما له ښه بې هنري شوه پروادار د هنر نه يم
زه وختونه داسې نغرم لکه ياره ستا غمونه
غلچکي دې د ښايست دي د وختونو نهر نه يم
زه د مينې مبتدي يم ته د حسن منتها يې
دومره ده چې زه خبر يم، دومره ده چې خبر نه يم
ستا نمود وته د حسن حجابونه کافي نه دي
زه وجدان کړمه ستا مينې که صاحب د نظر نه يم
زه هم ستا دروېزه گريم که صدا په هر يو در کړم
ما حمزه گڼلي نه دي چې حاضر دې په در نه يم