غزل
د وراني وېره وې څه په ودانۍ کې
Hamza Shinwariد وراني وېره وې څه په ودانۍ کې
يو کامل تعبير مې پټ دی په ورانۍ کې
آييننه دې د کرم يم و عالم ته
کړم وينا صفا صفا په حيرانۍ کې
په موسم کې د بهار صفت د گل شي
ښکلي واړه شهرت مومي په ځوانۍ کې
د سېلاب هسې مې عشق مه شه بې آبه
لکه سيند اوسه مدام په روانۍ کې
ته په جمع زړه پرېشان يې زلفوره
ما حاصل کړو جمعيت په پرېشانۍ کې
په ځوانۍ کې د ښايسته وو ديدن گران شي
که گلان شي په بهار په ارزانۍ کې
حمزه! ته ملک او خان په خوی خصلت شه
دا غرض دی ملکۍ او په خانۍ کې