غزل
د يار مينې په ما وکړو اثر پټ پټ
Hamza Shinwariد يار مينې په ما وکړو اثر پټ پټ
ښخ په زړه کې مې د وروځو خنجر پټ پټ
سرايت مې داسې عشق وکړو بدن کې
لکه جز مې د فطرت دی عنصر پټ پټ
د يار وروځې دي خنجر، باڼه دي غشي
چيچي زړه مې د زلفانو اثر پټ پټ
چې نقاب په مخ ور برکړي داسې ښکاري
لکه يون کړي په ورېځ کې قمر پټ پټ
داسې زه يې تهمتي شوم په الفت کې
چې دخلقو ځنې گرځم در در پټ پټ
په غلا غلا د رقيبانو له نگاهه
خوره حمزه د سرو لبانو ثمر پټ پټ