غزل دا يوه پياله زما د وينو بهانه ده Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دا يوه پياله زما د وينو بهانه ده ځار دې د سرو لبو څه شېرينه بهانه ده 02 بس خو يو آهنگ يې په گنبد کې د وجدان وي څه ده دا دنيا خو تېره شوې ترانه ده 03 نمر په غرغره شو د ځوانۍ اوس خو يې واوره پاتې په لېمو کې مې بې نُوره افسانه ده 04 يې خو ته هوسه د دنيا د سر پړونی ما به ترې کړو پورته ولې حيف چې زنانه ده 05 خدايږو حقيقت د يارانې ته رسېدلي ما سره هر چا چې جوړه کړې يارانه ده 06 ما چې پېژندلی محبت له کومه وخته وخت رانه بوږنېږي ترهېدلې زمانه ده 07 پرله پسې تا چې حوادث کړه حمزه گپه بس دا يې کونجې وه هسې ټوله خزانه ده Dictionary meaning × Headword