نظم

د ژوند ډيوه

Gul Pacha Ulfat

شپه د وصل وه مجلس و ديارانو

دمينو د دردمنو رنځورانو

د ژوندون ډيوه دعشق په اور رڼا وه

د خلوت کور کښې د حسن تجلا وه

چې کتل مې له کوم لوری پتنگ راغی

لوغړن او تلولی په غورځنگ راغی

ډېر بېتابه و چې ځان ستي به اور کړي

سمدلاسه ځان په اورباندې نسکور کړی

د تن پېټی له خپل ځان کاندي لري

کړي پيدا ځانته د روح نورې وزرې

کوم زړه سواندي ورته ويلی گوره سوزې

ژوندون ښه دي په دنيا کښې يو څو ورځې

دومره پاتې شه چې ووينی سبا ته

په رڼا ورځ يوځل وگوری دنيا ته

پتنگ ووې زه مين په دې رڼا يم

له قديمه په ډيوه باندې شيدا يم

زما ژوند لکه ډيوه د ځان سيزل دی

ځان ساتل له سوزېدونه مړه کېدل دی

ډيوه هغه وخت ژوندۍ وي چې بلېږي

مري هغه وخت چې له اور څخه بېلېږي

زمونږ مرگ او ژوند له نورو فرق لرينه

له سېزلو نه نجات دي زمونږ مړينه

سوزووسازد زندگۍ ښه تماشا ده

بې رڼا اوسېدل مړينه او فنا ده

زه د عشق تله نور او ناره نه وېرېږم

د خليل په شانی سرو لمبو ته لوېږم