نظم

د ژوند مرثيه

Gul Pacha Ulfat

نشاط مړ شو په وجود کښې آرزو مړه شوه

دا زما وجود د مړو هديره شوه

لکه وچه خاده يم په قبر باندې

او جنډه مې د لوڅ تن لنډه جامه شوه

نه بلبل شته او نه گل د ژوند په باغ کښې

خزان وچ کړم ورک مې سيوری او مېوه شوه

که دا ژوندوي او مرگ نه وي مرگه راشه

د ژوندون خوا اوس په ما باندې سړه شوه

ما د خپل اوسني ژوند تصوير ايستلو

خو د ژوند نغمه د خوار ژوند مرثيه شوه

څنگه ومه څنگه شومه؟ خبر نه يم

چې د چا له غاړې دغه مظلمه شوه