نظم
د زړه دنيا
Gul Pacha Ulfatلاس به هېچا ته کله اوږد نکړې
که دې تر لاسه دزړه دنيا کړې
ډېر سوغاتونه ډېر دولتونه
له تا سره شته که يې پيدا کړې
د زړه په کور کښې شته جهانونه
که د زړه خونه لږ څه رڼا کړې
که پخپل زړه کښې رڼا نه وينې
ړونده! مه وايه! خدايه! سبا کړې