نظم
د زړه مضمون
Gul Pacha Ulfatاندېښنې چې په زړه کښې لکه لال په جگرخون شي
پس له ډېرو زړه چاودنو د رنگين شعر مضمون شي
زړه ته نور څه پاتې نه دی ټول په شعر اوبه شوی
د شاعر زرگی چې شين شي د ادب گلان زرغون شي
هنر غواړي زړه چاودنه او د زړه په وينو پايي
د غوټۍ د زړه مضمون دخود لوستو په زړه چاودون شي
طوفانونه دی پټ شوي د قلم هره قطره کښې
د اشعارو بحر گوره سترگو يو ته چون شي
شخصيت ورو ورو لوئېږي خلک ډېر وروسته پوهېږي
دا د نن ورځې شاعر به پس له مرگه افلاطون شي