نظم

دافغان ترانه

Gul Pacha Ulfat

تل دې سرونه زمونږ اوچت وي

تل دې ساتلی پت اوعزت وي

هروخت دې دلته شان وشوکت وي

ننگ و غيرت دې زمونږ دولت وي

د وطن عشق دې وي زمونږ زړو کښې

ځای دې د ده وي د قام ليموکښې

تل دې افغان وي تل دې افغان وي

بيرغ زمونږ دې لوړ په جهان وي

افغانستانه تل دې ودان يې

له غليمانو دې په امان يې

ته دې سر لوړی تل په جهان يې

زمونږه ځان يې په مونږه گران يې

هر څه به ځار کړو ستا له هوا نه

ستا له عزته له اعتلا نه

تل دې افغان وي تل دې افغان وي

بيرغ زمونږ دې لوړ په جهان وي

نه ظالمان يونه مظلومان يو

ښاغلی نسل مونږ د افغان يو

تل دې افغان وي تل دی افغان وی

بيرغ زمونږ دې لوړ په جهان وي