نظم
عدالت
Gul Pacha Ulfatفرق د حق او د باطلو لوی حکمت دی
د دماغ او زړه همدغه عبادت دی
چې صادق او خاين بېل کړي يوله بله
اوس په کار مونږ ته همدومره بصيرت دی
بې له علمه بې له عدله بې له رحمه
په چا باندې راوکله حکومت دی
که مې څوک په لښته ووهي ظالم دی
که قانون مې غوڅوي سر عدالت دی
د يوه شخص نوکري خو غلامې ده
لوی عزت د خپل وطن او قام خدمت دی
چې خپل ځان گڼي خادم دخادمانو
په دې رازښه پوهېدلی نن آلفت دی