نظم
دامير محمد خان د خط جواب د جېل نه
Ghani Khanچې سُرونه غم کښې روک شی
نشه خلاصه شی په جام کښې
چې خيام دمېخانې نه
توبه گار شی په ماښام کښې
چې ژوندون د مرگ د ويرې
د غُلام په شان راغونډ شی
دغه وخت کښې فرق ورک شی
په ساقی اؤ په امام کښې
ستا ډېرۍ د سرو ټيکرو
نۀ توبې نۀ پېمانې دی
دا د مرگ نه تېښته تېښته
دا دهوش هوس کانې دی
دا چې ژوند د مرگه ستړے
ډډه ووهی کنډر ته
چې مورچه پرېږدی اميد
دمايوسو تور لښکر ته
دغه وخت کښې فرق روک شی
د تيارو اؤ د جلال
دغه وخت ساقی مُلا شی
اؤ ايرې شی سپين مشال
دغه وخت د هوتی خانه!
زهر واچوه په جام کښې
چې تۀ فرق نه شې کؤلې
په مات جام او مړ امام کښې