غزل
دنيا د تخيل مې گل ورينه غوندې ښکاري
Hamza Shinwariدنيا د تخيل مې گل ورينه غوندې ښکاري
خندا چې ستا په سرو شونډو ريښمينه غوندې ښکاري
ناڅاپه راپه ياد شې چې راياد شې نو راياد شې
پخوا خو داسې نه و دا خو مينه غوندې ښکاري
راتلل دې د ريبار سره په توره شپه خوښ نه دي
اشنا نن دې خبره راته سپينه غوندې ښکاري
چې ستا په تصور کې په بار بار گورم اسمان ته
څېره د نيمې شپې سحر جبينه غوندې ښکاري
فرهاد نه و يکتا چې دا يې نه وې تېشه کېږده
فرهاده دا فرهاد خو دې شېرينه غوندې ښکاري
حمزه جوړ تمنا دې د اشنا مهر ليدلی
زر زر مرورېږي څه نيازبينه غوندې ښکاري