نظم

دهقان ته خطاب

Gul Pacha Ulfat

ای دهقانه وخت د کار او ستا د زيار دی

ستا دلاس گټې ته هر څوک اميدوار دی

خپل وطن په هر راز بوټو ښايسته کړه

ستا په سعيه دا وطن گل و گلزار دی

گوره پرې نږدې دا ځمکه هسې شاړه

دنيا ده ستا دغوايی په ښکر ولاړه

نن ملاټيټه کړه خپل کارته غفلت مه کړه

بيا په خپل چمن کې گرځه هسکه غاړه

ستا د لاس گل ته بلبله خوشحالېږي

ستا له باغه هر سحر وږمه تاوېږي

ښايسته جونه ږدي ستا گلان اور بل کې

بورا هم ستا په گلانو ټپرېږي