نظم
دهقانه
Gul Pacha Ulfatستا د لاس گل ته بلبله خوشحالېږي
ستا له باغه د بهار وږمه تاويږي
ښايسته جونې ږدي ستا گلان وربل کښې
بوراگان دې په گلونو ټپرېږي
گوره پرې نږدې دا ځمکه هسې شاړه
دنيا ده ستا دغوايي په ښکر ولاړه
نن ملا ټيټه کړه خپل کار ته غفلت مکړه
بيا پخپل چمن کښې گرځه هسکه غاړه