نظم
دباغ ونې
Gul Pacha Ulfatيوه باغ کښې وې ولاړې ډېرې ونې
هره پاڼه يې لايق وه د ستاينې
د دوی نيلی يو له بله وې تړلی
غوږ په غوږ يوه چمن کښې اوسېدلې
دغه واړه د يوه دهقان د لاس وې
لکه گوتې د يوه لاس ټيټ وپاس وې
هر يوې بېله مېوه او بېل يې نوم ؤ
رنگ او خوند کښې يې توپير ښکاره معلوم ؤ
مگر دوی لکه د يوگلشن گلونه
يو له بله نژدې کړی وو لاسونه
خوا په خوا غاړه په غاړه خوله په خوله وې
له يوې خاورې پيدا د يوه کاله وې
ددې ټولو يوخزان او يو بهار ؤ
ښه او بد يې وشريک يويې واکدار ؤ
په حقوقو کښې يې نه و څه توپير
باغبان ؤ په هرې ونې ډېر زهير
له يوې ولې اوبه ورته راتللې
په يوه هوا کښې ټولې لوئېدلې
يو له بله يې په هر حال کښې شرکت ؤ
په تمامه معنی يو صحيح ملت ؤ