نظم

دغه زما غيور ولس دئ

Abdul Bari Jahani

دغه توري سپيني ږيري

دا ببر ببر لاسونه

دا سرې سرې دا غټي سترګي

له هيبته ډک مخونه

دا له زوره ډکي موټي

د پولادو مړوندونه

د پولادو په سينو کي

غيرتي ډبرين زړونه

دا زيږې زيږې خبري

د زمريو آوازونه

په سرونو کي يې شور دئ

په سينو کي توپانونه

دا کږې وږې بګړۍ به

يوه ورځ سره غونډېږي

تر يو څو جرګو را وروسته

د توپان په دود خروښېږي

د کلو تږي درې به

بيا په وينو اوبه کېږي

د غليم په بنګلو کي

هلته بل ميوند جوړېږي

جلالا به را ژوندۍ کي

د اکبر په ميخانو کي

درز به واچوي سينو کي

ډار به واچوي په زړو کي

د خنجر عکس به يوسي

جهانګير ته په جامو کي

د اورنګ شراب به ورکي

د سرونو په کاسو کي

دا تر پښو لاندي قبرونه

دا هېر سوي لحدونه

هر لحد يې افتخار دئ

پکښي پټ دي داستانونه

دا تاريخ د مېړنيو

د نيکونو يادګارونه

هره پاڼه يې غيرت دئ

په هر باب کي توپانونه

دا په وينو روزل سوي

دا لاله دا سره ګلونه

دا د غرونو لوړي څوکي

په لمنو کي لالونه

يو د بل په غېږ اغوستي

لاړ پر لاړ پېيلي غرونه

دا وطن د عقابانو

دا ځالۍ ده د بازانو

دا خيبر دئ دا شمشاد دئ

قتلګاه د پرنګيانو

دا سرکښه دا مغروره

غزرائيل د دښمنانو

هر سېلاب يې بت شکن دئ

هره دښته يې ميوند دئ

د توپانه ډکي وريځي

هر يو څاڅکی يې هلمند دئ

هر وړونکی يې دريا دئ

اپرېدی دئ که مومند دئ

پکښي غورځي د پلار وينه

د ميرويس نيکه پيوند دئ

دا ميوند ميوند دښتونه

دا هلمند هلمند رودونه

له غيرته ډکه مېنه

دا اټک اټک سيندونه

په څپو کي يې رزمونه

په هر موج کې سېلابونه

دا وطن دئ د زمريو

دا وطن به آزادېږي

دا د مست پښتون ولس دئ

دا په وينو کي غورېږي

په دې جنګ کي يې پلار مړ دئ

چي ميدان ويني مستېږي

هيبت پروت دئ دې لاسو کي

زولنې ځني بېرېږي

دا يې زېری د طغيان دئ

لا سبا توپاني کېږي

بيا به ګرم کي بزمونه

بيا به خپل کي دا دښتونه

بيا به سور دسمال تر ملا کي

بيا به تاو کي چنګ برېتونه

له آمو تر آباسينه

سره يو به کي موجونه

کي به ناڅي ښکلي پېغلي

سپيني ليچي سره لاسونه

کي به ځي کاروان د اوښو

ور آزاد به وي مزلونه

کوچۍ ښکلې به ور اخلي

تر سالو لاندي ګامونه

يوه ورځ پر دغه ځمکه

په همدې تنګو درو کي

د آمو مستو څپو کي

د اټک د سيند موجو کي

تر همدغه آسمان لاندي

د همدې خاوري دښتو کي

د بازانو له ځاليه

د عقاب په آشيانو کي

د پړانګانو په کورو کي

د زمريو په زانګو کي

د همدې غرونو لمن کي

دغو ورانو خرابو کي

د سکندر ليچي وي ماتي

د چنګېز پر کور ناورين وو

د اورنګ خنجر يې پڅ کی

د بابر زړه په غمګين وو

د پرنګ توپ يې خاموش کی

د بابا زړه يې لا شين وو

هره تيږه يې پامير وو

هر لښتی يې آباسين وو

دغه شين آسمان شاهد دئ

دغه ستورو هم ليدلو

دغه لمر، دغه سپوږمۍ وه

دغه وريځو هم کتلو

د سبا د جنګ په طمع

موږ دا نن لا خروښېدلو

د سرونو بازار تود وو

مستانه باندي ورتللو

بيا به ګورئ بيا به وينئ

پر دې ځمکه قيامونه

زندانونه به ماتېږي

ترې راوځي به مړونه

شخي - شخي به شملې وي

تور ببر - ببر برېتونه

د ملالي د ننګ چيغي

پر دښمن باندي تاختونه

بريالي به را روان وي

د نېزو په سر سرونه

بيا اختر به وي د فتحي

په سرو وينو سره لاسونه

نړوي به سوځوي به

د زاړه دښمن قصرونه

هيبتي نارې به واورئ

لړزوي به آسمانونه

بيا به دا آسمان شاهد وي

زموږ د فتحي د جشنونو

خم به سر پر سر تشېږي

د مستانو په جامونو

غليمان به فرارېږي

د ايمل بابا د غرونو

څو چي غرونه وي پر ځمکه

څو سيندونه لا بهېږي

څو مجمر د اسمان تود وي

د جهان پر مخ ځلېږي

څو چي وريځ پر اسمان ګرځي

څو چي څاڅکي ترې تويېږي

څو په نوم آنسانيت وي

د بشر په نوم يادېږي

د پښتون قام به ژوندی وي

او همدلته به اوسېږي

دغه زما غيور ولس دئ

دغه زما توپاني قام دئ