نظم
دخان باز
Gul Pacha Ulfatخلق وايي چې يو څو کاله پخوا
هغه وخت چې خان ته هر څه وو روا
نوم يې نه شم اخستلای خو يو خان ؤ
شاوخوا يې څوک نوکر څوک مزدوران ؤ
د اسونو يې ولاړ وو کمندونه
د غلو يې ؤبېشماره گدامونه
ځمکې ډېرې پيسې ډېرې هر څه ډېر وو
مال دولت يې له حساب اوشماره تېر وو
په هر کور کښې به پسونه که چرگان وو
د بل چا نه وو، همه واړه د خان وو
شړومبې نور کلی خوړې غوړی دده وو
د اولس په برخه جوار او شنه سابه وو
يوه ورځ چاورته راووړيو سپين باز
د سپين غره ټولو بازانو کښې ممتاز
ډېرې زرکې اوسيسۍ يې وې نيولی
خدای ورکړی وې دښکار تېرې منگولی
مشهورباز و هر سړی يې کړه ستاينه
خان يې هم کوله ډېره ښه پالنه
مقرر يې ورته کړه دوه خام چرگوړی
مکلف په دې خراج شوه ټول وگړی
چې تومه دباز چرگوړی د ډېران شو
طبيعت يې شو بدل خوی يې بل شان شو
ورنه هېر شوه ټول د ښکار ښه ښه چمونه
هغه واړه پخوانی لوړ پروازونه
همېشه به يې نظر ؤ په کوڅو کښې
د خوارانو کونډو رنډو په کورو کښې
په هر ځای کې به چرگوړی چې ښکاره شو
په هغه ساعت به باز بيا پرې غوټه شو
يوه ورځ مينه د ښکار خان ته پيدا شوه
د هوا مرغان نيول يې مدعا شوه
باز يې خوشې په هوا کړ ښکار د پاره
گوندی ونيسی سيسۍ زرکې بېشماره
هر سړی ؤ منتظر د باز غوټو ته
د ښکاري او مشهور باز لويو حملو ته
باز چې والوته بيدورراغی کاله ته
هغه خپل کلی او کور خپل ډېرانه ته
په چرگوړو يې غوټه کړه سمدلاسه
خپل قسمت او خپل نصيب يې کړ تر لاسه
بدبختی چې د يو قام په نوم تصويب شي
هسې خان اوهسې باز يې په نصيب شي
تربيه يې د بازانو شي بل راز
د ټپوس کارونه هلته کوي باز